ads

په کابل کې د ترور واکمن حالت خلک جدي اندېښمن کړي

که څه هم په ورستيوکې په کابل ښارکې د چاودنو کچه ټېټه شوې؛ خو کابل مېشتي خلک له هغو مافيايي کړيو څخه اندېښمن دي، چې هره ورځ د کابل په زړه کې د خلکو د وژنې نقشې جوړوي. د کابل اوسېدونکي پر روان امنیتي حالت اندېښمن دي او وايي، حکومت بايد پر خپلو امنيتي پلانونو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
9 لړم 1398
په کابل کې د ترور واکمن حالت خلک جدي اندېښمن کړي
جنایي جرمونه

که څه هم په ورستيوکې په کابل ښارکې د چاودنو کچه ټېټه شوې؛ خو کابل مېشتي خلک له هغو مافيايي کړيو څخه اندېښمن دي، چې هره ورځ د کابل په زړه کې د خلکو د وژنې نقشې جوړوي.
د کابل اوسېدونکي پر روان امنیتي حالت اندېښمن دي او وايي، حکومت بايد پر خپلو امنيتي پلانونو يوځل بيا غور وکړي.
د کابل دوو تنو اوسېدونکو جان اغا او بشير کليد ته وويل، د وسله والو بريدونو د مخنیوي لپاره لومړی بايد هغه وسلې ټولې شي چې د غیر مسوله وسله والو په واک کې دي.
په کابل کې د ژوند شرايط تر دې کچې ډاروونکي دي، چې عادي خلک هم په خپلو ټلیفونونوکې د ګواښ پيغامونه ترلاسه کوي.
مېرمن غزل نظري تازه افغان ستوري پروګرام ته نومليکنه کړې؛ خو وايي، له همدې کبله يې په خپل ټلیفون کې پرله پسې د ګواښونو پيغامونه ترلاسه کړي دي.
کابل مېشتي خلک د امنيتي ګډوډيو پړه پر امنيتي بنسټونو اچوي او ټينګار کوي، په کابل کې روان وضعيت د امنيتي بنسټونو د مشرۍ پر کمزوري مديريت پورې تړاو لري.
خو د کورنيو چارو وزارت بيا دا خبري ردوي او وايي، ۹۵ سلنه مافيايي شبکې يې په کابل کې په ګونډو کړې دي او د نورو جنایت کوونکو ډلو لپاره هم بېړنۍ استخباراتي هڅې روانې دي.
نصرت رحيمي، د محرميت له کبله د مافيايي شبکو کره شمېر په ډاګه نه کړ؛ خو ټېنګار يې وکړ، چې په تېره يوه مياشت کې يې ۳۵۰ کسان د جنايي جرمونو او هدفي وژنو په تور نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه بېګاه شپه د يو خصوصي ټلويزيون له دروازې سره د سياسي چارو کارپوه حسن حقيار په يو وسله وال بريد کې ټپي شو او کابو یوه اونۍ وړاندې د بادغېس امنیه قومندان شریف الله چمتو هم د وسله والو طالبانو په غلچکي برید کې د کابل په کمپني سیمه کې ووژل شو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA