ads

په نایجریا کې ۱۲ امنیتي سرتیري د بوکو حرام ډلې په برید کې وژل شوي

د نایجریا دفاع وزارت خبر ورکړی، چې بوکو حرام ډلې د دغه هېواد پر امنیتي سرتیرو برید کړی، چې ۱۲ سرتیري یې وژلي او ۸ نور یې ژوبل کړي دي. دغه برید پرون د یاد هېواد د امنیتي ځواکونو په بالبرین اډه شوی. بوکو حرام هغه تروریستي ډله ده چې په نایجریا کې د حکومتي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
9 لړم 1398
په نایجریا کې ۱۲ امنیتي سرتیري د بوکو حرام ډلې په برید کې وژل شوي
بوکو حرام ډله

د نایجریا دفاع وزارت خبر ورکړی، چې بوکو حرام ډلې د دغه هېواد پر امنیتي سرتیرو برید کړی، چې ۱۲ سرتیري یې وژلي او ۸ نور یې ژوبل کړي دي.
دغه برید پرون د یاد هېواد د امنیتي ځواکونو په بالبرین اډه شوی.
بوکو حرام هغه تروریستي ډله ده چې په نایجریا کې د حکومتي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي او تر دامهاله د دغې ډلې په بریدونو کې د نایجریا ۳۵ زره امنیتي ځواکونه وژل شوي او په میلیونونه نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA