په ننګرهار کې د سراج العمارت ماڼۍ، چې له تېرو ۱۳ کالو راهیسې یې د جوړېدو چارې پیل شوي، اوس یې د مسولینو په خبره د بیا رغېدو کارونه تر یوې اندازې بشپړ شوي دي.
د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، چې د یادې ودانۍ د جوړېدو چارې څه موده وړاندې د ځينو ستونزو له کبله درېدلې وې، خو اوس یې چارې د جمهوري ریاست د عملیاتي واحدې ادارې ته سپارل شوې، چې په معیاري ډول به ورغول شي.
په ورته وخت د دغه ولایت لیکولان او فرهنګیان وایي، د سراج العمارت ودانۍ په خپله پخوانۍ بڼه نه ده رغول شوې او د پخواني شکل سره په توپیر یې چارې پیل شوې دي.
لیکوال او شاعر بازمحمد عابد وایي، دوی تمه لرله چې یاده ودانۍ به په خپل پخواني شکل جوړ شي، خو وایي د یادې ودانۍ په جوړښت کې پخوانی لرغونتوب، تاریخي شکل او ارزښت ته یې هېڅ پام نه دی شوي.
بل لور ته د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین هم مني چې یاده ودانۍ له پخوانۍ بڼې سره په توپیر رغول کېږي.
د ننګرهار د اطلاعاتو کلتور رییس رحیم الله خوږیاڼی وایې، د یادې ودانۍ د بیارغېدو لپاره ۵۷ میلیونه افغانۍ بودجه منظور شوې، خو د ودانۍ په خپله بڼه د نه رغېدو پړه په پخوانیو ولایتي چارواکو اچوي.
ننګرهار میشتي هم د یادې تاریخي ودانۍ جوړېدل مهم بولي او له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په دې ولایت کې دې د تاریخي ځایونو بیارغونې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د سراج العمارت ودانۍ په دې ولایت کې یو له پخوانیو ودانیو شمېرل کیږي، چې د وخت د پاچا امیر حبیب الله تفریح ځای او پایتخت و، چې له همدې ځایه به یې د هېواد چارې سمبالولې.
خو د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د ځینو کشمکشونو له امله وسوزول شوه،
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


