ads

د راتلونکي شل اوریز کرکټ نړیوال جام لوبو لپاره لوبډلې په ډاګه شوې

ټاکل شوې چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په اسټرالیا کې د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام لوبې وشي. اسټرالیا، هندوستان، افغانستان، سویلي افریقا، ویسټ انډیز، سریلنکا، بنګله دېش، پاکستان، انګلنډ، نیوزیلنډ، عمان، سکاټلنډ، ایرلنډ، نمیبیا، هالنډ او پي ان جي د ۲۰۲۰ میلادي کال د کرکټ په نړیوال جام کې شاملې لوبېدونکې لوبډلې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
9 لړم 1398
د راتلونکي شل اوریز کرکټ نړیوال جام لوبو لپاره لوبډلې په ډاګه شوې
د ۲۰۲۰ میلادي کال نړیوال جام

ټاکل شوې چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په اسټرالیا کې د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام لوبې وشي.
اسټرالیا، هندوستان، افغانستان، سویلي افریقا، ویسټ انډیز، سریلنکا، بنګله دېش، پاکستان، انګلنډ، نیوزیلنډ، عمان، سکاټلنډ، ایرلنډ، نمیبیا، هالنډ او پي ان جي د ۲۰۲۰ میلادي کال د کرکټ په نړیوال جام کې شاملې لوبېدونکې لوبډلې دي.
دغو لوبو ته د غوراوي سیالۍ په عماراتو کې پیل شوې وې.
د غوراوي په سیالیو کې وروستۍ دوې لوبډلې یې سکاټلنډ او عمان وې، چې تېره ورځ یې په مستقیم ډول د ۲۰۲۰ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.
د یادولو وړ ده، چې افغانستان وار له مخه دغه جام ته لاره موندلې ده.
د کرکټ د نړیوال جام شل اوریزې لوبې د راتلونکي میلادي کال په اکټوبر میاشت کې په اسټرالیا کې کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA