ads

په کندز کې د وسله والو طالبانو په برید کې پنځه امنیتي سرتیري وژل شوي

د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یوه پوسته په برید کې پنځه امنیتي سرتیري وژل شوي او ۸ نور وسله والو طالبانو له ځان سره وړي دي. د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي امر الدین ولي رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه ۱۱ بجې رامنځته شوې او […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 لړم 1398
په کندز کې د وسله والو طالبانو په برید کې پنځه امنیتي سرتیري وژل شوي
طالبان

د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یوه پوسته په برید کې پنځه امنیتي سرتیري وژل شوي او ۸ نور وسله والو طالبانو له ځان سره وړي دي.
د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي امر الدین ولي رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه ۱۱ بجې رامنځته شوې او تر ناوخته یې دوام کړی دی.
بلخوا، د کندز امنیتي چارواکو دغه پېښه منلي، خو افغان ځواکونو ته یې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه نظر نه دی ورکړی.
کندز د افغانستان هغه ناامنه ولایت دی، چې وخت ناوخته پکې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتې کېږي، چې دواړو لورو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.
وسله والو طالبانو هم دغه پېښه منلې او زیاته کړې یې ده چې د دیادې ډلې په برید کې د امنیتي ځواکونو پوسته له منځه وړل شوې او د امنیتي سرتیرو تر څنګ یو شمېر وسلې هم د دوی لاسته ورغلې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA