ads

په خوست کې د ۸۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېیو پروژو کارونه پیل شول

د خوست د کار اوټولنیزو چارو ریاست د حرفوي زده کړو د مرکز ودانۍ، د کډوالو چارو ریاست ادارې تعمیر او په ګلان کمپ کې د مهاجرو او بې ځایه شوو زده کوونکو لپاره د ښوونځي ودانۍ په یادو پروژوکې شاملې دي، چې کارونه به یې د یو کال په موده کې بشپړشي. پر یادو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 لړم 1398
په خوست کې د ۸۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېیو پروژو کارونه پیل شول
خوست کې تازه پیل شوې پروژې

د خوست د کار اوټولنیزو چارو ریاست د حرفوي زده کړو د مرکز ودانۍ، د کډوالو چارو ریاست ادارې تعمیر او په ګلان کمپ کې د مهاجرو او بې ځایه شوو زده کوونکو لپاره د ښوونځي ودانۍ په یادو پروژوکې شاملې دي، چې کارونه به یې د یو کال په موده کې بشپړشي.
پر یادو درېیو پروژو څه باندې ۸۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د (UNHCR) موسیسې له لوري ورکول کېږي.
د خوست والي حلیم فدایي وایي، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به له یوې خوا د بېځایه شوو کډوالو ماشومانو او د حرفوي زده کړو زده کوونکو لپاره د زده کړې او کسب یادولو زمینه برابره شي او له بلې خوا به د غربت او فقر په راکمولو کې پوره مرسته وکړي.
په ورته مهال په خوست کې د یو ان اېچ سي ار (UNHCR) ساحوي دفتر مشر جنت ګل طوطاخېل وایي، دوی خوست ولایت کې د وزیریستاني کډوالو ترڅنګ د داخلي بېځایه شوو لاس نیوی هم کړی.
د طوطاخېل په خبره د نړیوالو مرسته کوونکو او یو شمېرنورو ادارو سره یې په ګډه هڅې پیل کړې، چې په دغه ولایت کې د کډوالو او ناچاره خلکو لاس نیوی وکړي.
د مسولينو په خبره، دا چې خوست ولايت لومړۍ درجې ته ارتقاء کړې، نو هڅې يې دادي چې یاد ولايت ته د لومړۍ درجې بودجه او امکانات هم راانتقال کړي.
دوی وايي، د بیارغونې د کارونو په لړ کې به په دې نېږدې راتلونکي کې د یو لوی تالار د بنسټ ډبره هم کېښودله شي، چې په یو وخت به د ۲ زره کسانو د ځاییدو ظرفيت به ولري

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA