که څه هم افغان ځواکونه د جګړې په لومړی کرښه کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي، خو په ارزګان کې د ملي اردو سرتيرو د جګړې ترڅنګ د عامو خلکو لاسنیوي ته وردانګلي او له دوی سره یې د خوراکي توکو په برخه کې د مرستو د وېش لړۍ پيل کړې ده.
په دغه ولايت کې مېشت د ملي اردو د څلورميې پلې ليېوا قوماندانۍ مسول عبیدا لله احرار وايي، د خوراکي توکو دغه مرستې، چې پر ۴۸ کورنيو يې وېشي، د ملي دفاع وزارت له لوري ورکول شوې دي.
د احرار په وينا، دغه مرستې جګړه ځپلو کورنيو ته ورکول کېږي.
هغه کسان چې د ملي اردو د سرتيرو له خوا مرستي ترلاسه کوي وايي، دغه ډول خوراکي توکو ته يې زيات اړتيا درلوده.
دوی، چې د کورنيو غړی يې هم په روانه جګړه کې وژل شوي دي، وايي د خوندي ژوند لپاره د سولې راتګ لويه هيله لري.
دا لومړی ځل نه دي چې په دغه ولايت کې د ملي اردو سرتيري له خلکو سره د خوراکي توکو مرستې کوي، بلکې له دې وړاندې هم په ارزګان کې له غريبو او جګړه ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غيري خوراکي توکو مرستې شوې دي.