د کارګرانو د اتحاديې لسګونه غړي د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د چهارشنبې په ورځ کابل ته راغلي، ترڅو يو پيلېدونکي اقتصادي ناورين ته د حکومت پام واړوي.
د افغانستان د کارکوونکو اتحاديې «امکا» عمومي مشر معروف قادري په دغه غونډه کې وويل، په هېواد کې تر نېمو ډېر افغان وګړي له بې کارۍ څخه سرټکوي او حکومت بايد له نړيوالې ټولنې سره په همغږۍ د هېواد اقتصادي ودې لپاره بنسټيز کارونه وکړي.
په همدې حال کې د يادې اتحاديې نورو غړو د اعتراض په ډول وايي، موږ د ټولو کارګرانو لپاره مناسب معاش او کاري خونديتوب غواړو.
د يادې اتحاديې دوو غړو شاولي سالارزي او محمد اشرف صمدي کليد ته وويل، په افغانستان کې د معاشونو په برخه کې يو نا انډوله سيستم روان دی او د کارګرانو معاشونه خوندي نه دي.
دوي وايي، حکومت بايد لږ تر لږه د ټېټې کچې کارګرانو لپاره ۱۲۵۰۰ افغانۍ معاش وټاکي.
په ورته وخت کې د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت بيا وايي، په هېواد کې د بېکارو وګړو شمېر دوه مېليونو ته رسېږي او دغه وزارت خپل تر وسه د کاري فرصتونو په موندلو کې خپلې هڅې کړې دي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت وياند محمد اصف احمدزي له کليد سره په خبروکې ومنله، چې تر اوسه پورې په افغانستان کې د معاشونو انډول نه مراعات کېده؛ خو نوموړي ټېنګار وکړ، چې د افغان حکومت په کچه يو ځواکمن کمېسيون د دغې ستونزې د حل لپاره جوړ شوی دی.
په افغانستان کې د سولې او ټاکنو ناڅرګند برخليک هغه دوه مهم موضوعات دي، چې په ورستيوکې یې له کبله د بيکارۍ ناورين رامنځته شوی او پانګه وال هم په ډاډه زړه پانګه اچونه نه شي کولی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ