ads

په پکتیکا کې ۱۵۰۰ پولیس له یوې میاشتنۍ زده کړو فارغ شول

په پکتیکا کې پولیسو ته داسې مهال مسلکي او نظامي زده کړي ورکول کېږې، چې ډېر کله د ملي او سیمه ییزو پولیسو پر غیر مسلکي چلند او د سواد کچې پر ټيټوال نیوکي کېږې. د پکتیکا امنیه قومندانۍ د روزنیز مرکز مسول څارمن عبدالواحد کلید ته وویل، د ژمي موسم راتګ سره سم باید […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 لړم 1398
په پکتیکا کې ۱۵۰۰ پولیس له یوې میاشتنۍ زده کړو فارغ شول
په پکتیکا کې له زده کړو فارغ شوي پویس

په پکتیکا کې پولیسو ته داسې مهال مسلکي او نظامي زده کړي ورکول کېږې، چې ډېر کله د ملي او سیمه ییزو پولیسو پر غیر مسلکي چلند او د سواد کچې پر ټيټوال نیوکي کېږې.
د پکتیکا امنیه قومندانۍ د روزنیز مرکز مسول څارمن عبدالواحد کلید ته وویل، د ژمي موسم راتګ سره سم باید پولیسو ته له همدې موسم سره د بلدتیا په اړه پوهاوی او زده کړې ورکړل شي.
دی وايي، د دغه ولایت د مختلفو ولسوالیو له ۱۵۰۰ زیاتو ملي او سیمه ییزو پولیسو ته يي د یوې میاشتي په ترڅ کې نظامي زده کړې ورکړې او هغوی يي په دې پوهولي چې په یاد موسم کې باید کوم تدابیر ولري.
د ملي پولیسو دوه سرتیري وايي، ډېر داسې څه يې په دې رونیزه دوره کې زده کړل، چې وړاندې تر ډېره دوی پرې نه پوهېدل.
هغوی څرګندوي، چې دا څه به له سرتیرو سره په ورځنیو چارو او نوکریوالیو کې مرسته وکړي او په چارو به يي ښه اغېزه ولري.
بل پل د پکتیکا امنیه قومندان سمونوال محمد ایمل نیازي د همدې پولیسو په فراغت غونډه کې وویل، د پخوا په پرتله د پولیسو چلند مسلکی شوی او لامل يې همدا زده کړې په ګوته کوي.
دی همداشان وايي، د پخوا په پرتله د پکتیکا امنیتي وضیعت ښه شوی او ډاډ څرګندوي چې د خپل وس برابر به د امنیت په ټینګښت کې لا ډېرې هڅې کوي.
د یادوني وړ ده چې تر دې وړاندې هم پولیس سرتیرو ته لنډ مهاله روزنیز کورسونه جوړ شوي، چې مسولین يې، پایله ښه ګڼي او وايي دا څه د پولیسو د مسلکیتوب عمده لاره ده.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA