ads

د لبنان لومړی وزیر له خپلې دندې لاس په سر شو

د لبنان لومړي وزیر سعد الحریري په دغه هېواد کې د روانو لاریونونو له کبله له خپلې دندې استعفا وکړه. دا لاریونونه د حکومت د هغه پلان پر ضد پیل شول چې غوښتل یې د زنګ وهلو لپاره د وټس اپ پر کارولو مالیه ولګوي. که څه هم حکومت وروسته دا پلان لغوه کړ، خو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 لړم 1398
د لبنان لومړی وزیر له خپلې دندې لاس په سر شو
سد الحریري

د لبنان لومړي وزیر سعد الحریري په دغه هېواد کې د روانو لاریونونو له کبله له خپلې دندې استعفا وکړه.
دا لاریونونه د حکومت د هغه پلان پر ضد پیل شول چې غوښتل یې د زنګ وهلو لپاره د وټس اپ پر کارولو مالیه ولګوي.
که څه هم حکومت وروسته دا پلان لغوه کړ، خو لاریونونو زور واخیست او خلکو په لبنان کې د سیاسي فساد او اقتصادي بحران په ضد احتجاجونو ته دوام ورکړ.
لبنان دا مهال په ټوله نړۍ کې یو تر ټولو ډېر پوروړی هېواد دی. د تېرو لسو ورځو راهیسې په دې هېواد کې ټول بانکونه تړل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA