ads

د سوریې شپږ سرتیري له ترکي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول

راپورونه وایي، په سوریه کې د یاد هېواد د پوځ او ترکي سرتیرو تر منځ په نښته کې د سوریې شپږ امنیتي سرتیري ووژل شول. د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي، د دغه هېواد امنیتي سرتیرو په راس العین ښار کې له ترکي ځواکونو سره نښته وکړه او دواړو لورو پر یو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 لړم 1398
د سوریې شپږ سرتیري له ترکي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول
په سوریه کې د امریکا له ملاتړه برخمن ځواکونه

راپورونه وایي، په سوریه کې د یاد هېواد د پوځ او ترکي سرتیرو تر منځ په نښته کې د سوریې شپږ امنیتي سرتیري ووژل شول.
د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي، د دغه هېواد امنیتي سرتیرو په راس العین ښار کې له ترکي ځواکونو سره نښته وکړه او دواړو لورو پر یو بل د درنو وسلو ګوزارونه وکړل.
د دغه بنسټ د راپور له مخې، په یاده نښته کې د سوریې پنځه سرتیري ووژل شول.
بلخوا، د سوریې یو بل سرتیری د ترکیې پولې ته نېږدې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
انقرې له امریکا سره تر هوکړې وروسته په سوریه کې عملیات ودرول او کرد وسله والو ته یې پنځه ورځې وخت ورکړ، چې د دغه هېواد له سرحده ۳۰ کیلومټره لېرې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ترکیې څه موده وړاندې په سوریه کې د کرد وسله والو پر وړاندې پوځي عملیات پیل کړل، خو امریکا له دغو عملیاتو سره مخالفت څرګند کړ او په غبرګون کې یې د ترکیې پر درېیو وزیرانو او دوو وزارتونو بندیزونه ولګول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA