ads

په هرات کې په ځانمرګي برید کې یو تن وژل شوی او اووه نور ټپیان دي

په هرات كې ځانمرګي بريد اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د دې ولايت امنيه قوماندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، يو ځانمرګى بريد كوونكى، چې غوښتل يې خپل چاودېدونكي توكي په امام هادي تكيه خانه كې د مذهبي مراسمو په مهال وچوي، د امنيتي تدابيرو له كبله ونه توانېد، چې خپل […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 لړم 1398
په هرات کې په ځانمرګي برید کې یو تن وژل شوی او اووه نور ټپیان دي

په هرات كې ځانمرګي بريد اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې ولايت امنيه قوماندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، يو ځانمرګى بريد كوونكى، چې غوښتل يې خپل چاودېدونكي توكي په امام هادي تكيه خانه كې د مذهبي مراسمو په مهال وچوي، د امنيتي تدابيرو له كبله ونه توانېد، چې خپل هدف ته ورسېږي.
سرچينې زياته كړې، دغه كس د هرات ښار د دوهمې ناحيې په درب خوش سيمه كې خپلو چاودېدونكو توكو ته چاودنه وركړه، چې په ترڅ كې يې يو تن ووژل شو او اووه نور ټپيان شول.
په خبرپاڼه كې راغلي، چې د پېښې څلور ټپيان تر درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوي دي.
د ياد بريد مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA