ads

په كندهار كې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدشوی

په كندهار كې د هوايي بريد له كبله ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند جمال ناصر باركزى وايي، طالبانو تېره شپه د سپين بولدك ولسوالۍ په كنجوسيانو كلي كې د افغان ځواكونو پر يوې امنيتي پوستې بريد وكړ. د هغه په وينا، وروسته بهرنيو ځواكونو د هوا […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 لړم 1398
په كندهار كې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدشوی

په كندهار كې د هوايي بريد له كبله ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند جمال ناصر باركزى وايي، طالبانو تېره شپه د سپين بولدك ولسوالۍ په كنجوسيانو كلي كې د افغان ځواكونو پر يوې امنيتي پوستې بريد وكړ.
د هغه په وينا، وروسته بهرنيو ځواكونو د هوا له لارې بريد كوونكي طالبان په نښه كړل، چې په ترڅ كې يې ۱۵ طالب وسله وال ووژل شول.
يوه سرچينه د طالبانو په بريد كې د درېيو پوليسو وژل كېدل تاييدوي.
وسله والو طالبانو لا په دې اړه تبصره نه ده كړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA