ads

په واشنګټن کې د داعش ضد ايتلاف غونډه جوړېږي

د امريکا په رهبرۍ د داعش ضد ايتلاف د راتلونكې نومبر مياشتې په ۱۴مه نېټه په واشنګټن کې غونډه کوي. يوه امريکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، چې په دې ناسته کې به په راتلونکې کې د داعش د مخنيوي او له دغې ډلې سره د مبارزې پر لارو چارو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 لړم 1398
په واشنګټن کې د داعش ضد ايتلاف غونډه جوړېږي
د داعش ضد ایتلاف هېوادونه

د امريکا په رهبرۍ د داعش ضد ايتلاف د راتلونكې نومبر مياشتې په ۱۴مه نېټه په واشنګټن کې غونډه کوي.
يوه امريکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، چې په دې ناسته کې به په راتلونکې کې د داعش د مخنيوي او له دغې ډلې سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وشي.
دې امريکايي چارواكي د هغو هېوادونو نومونه نه دي ياد کړي، چې د داعش ضد ايتلاف ناسته کې به ګډون وکړي.
دا غونډه په داسې حال كې كېږي، چې روانه اونۍ د سوريې په ادليب ښار کې د امريکايي ځواکونو د پټو عملياتو په پايله کې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي ووژل شو.
د امريکا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ په ګډون د يو شمېر هېوادونو مشرانو د نوموړي وژنه تاييد كړه، خو د روسيې په ګډون ځينو هېوادونو يې په اړه شک څرګند کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA