ads

پاکستانیو ځواکونو تر کونړ وروسته پر خوست بریدونه ډېر کړي

د خوست تڼيو ولسوالۍ ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر ورژلې سیمې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د پاکستان پوځ او اربکیانو له خوا وخت ناوخت جګړه کېږي. پردې کرښې د دواړو لورو ترمنځ جګړه هغه وخت ونښته چې پاکستاني پوځ په یاده سیمه کې د اغزن تار د تېرولو هڅه وکړه، خو د سیمې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 لړم 1398
پاکستانیو ځواکونو تر کونړ وروسته پر خوست بریدونه ډېر کړي
ولس د پاکستانیو ځواکونو د بریدونو مخه نیسي

د خوست تڼيو ولسوالۍ ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر ورژلې سیمې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د پاکستان پوځ او اربکیانو له خوا وخت ناوخت جګړه کېږي.
پردې کرښې د دواړو لورو ترمنځ جګړه هغه وخت ونښته چې پاکستاني پوځ په یاده سیمه کې د اغزن تار د تېرولو هڅه وکړه، خو د سیمې اوسېدونکو او قومي اربکیانو یې پروړاندې غبرګون وښود.
د سیمې اوسېدونکي وایي، جګړې له تېرې یوې میاشتې راهیسې زور اخیستی او پاکستاني پوځ پردې سیمه تر ۲۰۰ پورې د توپ مرمۍ راتوغولې، چې له کبله یې څلور ملکي کسان ټپیان شوي دي.
د یادې سیمې د قومي اربکیانو مشر خان ماالدین وایي، دوی هم پر پاکستان پوځ متقابل بریدونه پیل کړي، خو هغه لوري ته د وراوښتې مرګ ژوبلې په تړاو معلومات نه لري.
هغه وایي، پاکستاني پوځ هڅه کوي چې له سیمې اغزن تار تېر کړي، خو دوی اجازه نه ورکوي.
د ورژلې سیمې یو بل قومي مشر مدامین خان بیا له افغان حکومت ګیله لري، چې تردې دمه یې د دوی هېڅ لاسنیوی نه دی کړی.
هغه وایي، پاکستاني پوځ توپونه راشړي، خو دوی یې یوازې په کلاشینکوف ځواب وایي.
د هغه په خبره ترمرګه به اجازه ورنه کړي چې پاکستاني پوځ له یادې سیمې اغزن تار تېر کړي.
یو بل قومي مشر او اربکی شاه نواز وایي، له کومې سیمې چې پاکستاني پوځ اغزن تار تېروي، هغه د فرضي کرښې افغان لوري ته ده؛ چې له تېرو ۲۰۰ کلونو راهیسي له پلرونو ورته پاتې جایداد دی او هلته کرنیزې ځمکې او غرونه لري.
هغه وایي، د وسلو او مرمیو د پیدا کېدو لپاره کورني حیوانات پلوري او بیا ورباندې له پاکستاني پوځ سره جګړه کوي.
د اربکیو مشران وایي، د پوځ سره د جګړې لپاره وسلو او مهماتو ته اړتیا لري، خو په خبره یې افغان دولت یې غږ نه اوري.
دا یوازې خوست نه دی چې د پاکستانیو توپونو ښکار ګرځيدلی، بلکې د هېواد ختیځ کنړ ولایت هم له تېرو څو ورځو راهیسي د پاکستاني پوځ د توپونو قرباني دی، چې پاکستاني او افغان ځواکونه یو بل ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې هم کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA