ads

د چارو کارپوهان: افغان سوله به هم د یوې معاملې په بڼه پر افغانانو ور وتپل شي

د چارو کارپوهان د افغان سولې په اړه يو واحد نظر لري او ټينګار کوي، چې په افغانستان کې روان کړکېج د امريکا او پاکستان د پیل شوې ګډې ډرامې مهمې برخې دي. د چارو کارپوهان په دې باور دي، چې افغان جګړه پر افغانستان تپل شوې او افغان سوله به هم د يوې معاملې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 لړم 1398
د چارو کارپوهان: افغان سوله به هم د یوې معاملې په بڼه پر افغانانو ور وتپل شي
په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو تر منځ د خبرو دوام

د چارو کارپوهان د افغان سولې په اړه يو واحد نظر لري او ټينګار کوي، چې په افغانستان کې روان کړکېج د امريکا او پاکستان د پیل شوې ګډې ډرامې مهمې برخې دي.
د چارو کارپوهان په دې باور دي، چې افغان جګړه پر افغانستان تپل شوې او افغان سوله به هم د يوې معاملې پر اساس پر افغانانو وتپل شي.
استاد حبيب الله رفيع کليد ته وويل، د افغان سولې پر وړاندې د امريکا ناڅرګند دريځ د افغانستان د سولې کېسه خورا ډېره پېچلې کړې ده.
د افغان سولې پر وړاندې د امريکا پر ناڅرګند دريځ په مشرانو جرګې کې هم نېوکې شوې دي.
په مشرانو جرګه کې سناتور عبدالله قرلوق د سې شنبې په ورځ وويل، امريکا که د افغان سولې راتګ په اړه د رښتینې هڅې هوډ لري؛ نو پر پاکستان دې عملي فشارونه زيات کړي.
د چارو کارپوهان د افغان سولې په اړه د امريکا هڅې رښتينې نه بولي او ټيڼګار کوي چې دغه هېواد د خپلو نړیوالو سیالانو پر وړاندې له افغان سولې د یوې وسیلې په توګه ګټه پورته کوي.
د چارو شنونکي سيد جيلاني ځواک پاکستان ته د زلمي خليلزاد سفر ته په اشارې سره وويل، دا هڅې ظاهري بڼې لري، کنه پاکستان څنګه کولی شي، د امريکا له استخباراتو پټ ترهګريزې ډلې تمويل کړي.
د افغانستان حکومت د افغان سولې پر وړاندې د امريکا پر هڅو ظاهرا خوښ بريښي؛ خو د افغان حکومت په بياناتوکې پر دغو هڅو د بې باورۍ څرک هم څرګند دی.
د چارو شنونکی محمد يوسف امين ځاځی د افغان حکومت د همدې اقدام په ځواب کې وايي، حکومت بايد لومړۍ خپل ځان جوړ کړي.
د يادونې وړ ده، چې د افغان سولې په اړه له طالبانو سره د امريکا هڅې په وروستيوکې چټکې شوې وې؛ خو دغه هڅه د ډونالډ ترامپ د يو ټويټ لخوا لغوه اعلان شوه او لا تراوسه د سولې په اړه د پرمختګونو کوم څرک نه ترسترګو کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA