ads

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې هدفي وژنې ډېرې شوې

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې په دې ورستیو څو ورځو کې غلچکي بریدونو زوراخستي دی. د لښکرګاه ښار په منځ کې د دویمي امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د یوه ښوونځي مخي ته وسله والو یو پولیس په غلچکي برید کي وواژه او له سیمې وتښتیدل. پر وژل شوي پولیس راټول شوي کسان […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
7 لړم 1398
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې هدفي وژنې ډېرې شوې
هلمند

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې په دې ورستیو څو ورځو کې غلچکي بریدونو زوراخستي دی.
د لښکرګاه ښار په منځ کې د دویمي امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د یوه ښوونځي مخي ته وسله والو یو پولیس په غلچکي برید کي وواژه او له سیمې وتښتیدل.
پر وژل شوي پولیس راټول شوي کسان وايي، برید کوونکي پر موټر سایکل سپاره وو، چې دغه پولیس یې په ډزو وواژه او وسله یې هم ترې یوړه.
که څه هم د دې برید پړه چا پر غاړه نه ده اخستي، خو دا پرلپسي څومه ورځ ده چي په لښکرګاه کې هدفي وژنې کېږي او دغه کار د ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.
په عین وخت کې بیا چارواکو تازه په تازه د یو غلچکي برید ګر او دوو غلو د نیولو خبر ورکوې، خو د ترور او هدفي وژنو په تازه پیل شوي بهیر کې دوه ورځې وړاندې د ګرمسیر ولسوالۍ لپاره د استناف د څارنوال بهاولدین وژل کېدلو پر ټولنیزو رسنیو د خلکو غوسه راوپاروله او پرحکومتي يې سختې نیوکې وکړې.
د افغانستان د پرمختګ د ټولني ولایتي رییس صفي الله عزیزي وايي، کشفي او استخاباراتي ادارې د دغه ډول بریدونو په مخنیوي کي پاتې راغلې دي.
حکومتي سرتیرو که څه هم په یوشمېر ولسوالیو کي ځینې سیمې له وسله والو څخه تازه نیولي، خو د لښکرګاه دننه امنیت خراب شوی دی.
په ورته وخت کې بیا د هلمند امنیه قومندان د حوزو امرین راغوښتي وو او په یوه علنۍ غونډه کي د رسنیو پر وړاندي پر امنیت بحث وکړ. د هلمند امنیه قومندان سمونمل احسام الدین هلمندي د حوزو امرینو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړ، چي د لښکرګاه امنیت کابو کړي او معلوم ښکاره بدلون پکې راولي.
قومندان وایې چې په تازه اقدام کي يي په لښکرګاه کې تورې ښیښې لرونکي وسایل او پر موټر سایکل د دوو نفرو پر ګرځېدلو بندیز لګولی، چې د کتونکو په خبره دا د امنیت د ټنګښت لپاره حل لار نه ده او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي؟

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA