د امريکا د کانګرېس مشرې نانسي پېلوسي ويلي، چې دا بنسټ به په راتلونکو څو ورځو کې د متحدو ايالتونو د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د استيضاح په تړاو راى اچونه وکړي.
دغه راى اچونه د ټرمپ استيضاح ته په مستقيم ډول لاره پرانېزي.
ډيموکراټان له اوکراين سره د مشروطې معاملې له کبله د امريكا د جمهور رئيس د استيضاح غوښتنه کوي.
ټرمپ له خپل اوكرايني سياله غوښتي وو، مخکې تر دې، چې له ده سره په سپينه ماڼۍ کې وګوري، د ګازو د هغې کمپنۍ په اړه دې څېړنې وکړي، چې له سياسي مخالف جوبايډن سره يې اړيکه لري.
بلخوا جمهوري غوښتونکي وايي، تر هغې چې د امريكا د جمهور رئيس د استيضاح لپاره راى اچونه ونه شي، دا څېړنې به مشروعيت ونه لري.


