ads

پکتیکا کې پولیسو په میاشتني معاش جومات جوړ کړ

د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې اړوند د لومړۍ امنیتي حوزې پولیسو له خپل میاشتني معاش څخه په ورکړو پیسو یو جومات جوړ کړ. دغه جومات چې د همدې حوزې په انګړ کې جوړ شوی، چاري يې په پنځو میاشتو کې د ۴۰۰ سوه زره افغانیو په لګښت سرته رسېدلې دي. پولیس وايي، هغه معاش […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 لړم 1398
پکتیکا کې پولیسو په میاشتني معاش جومات جوړ کړ
د پولیسو په میاشتني معاش جوړ شوی مسجد

د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې اړوند د لومړۍ امنیتي حوزې پولیسو له خپل میاشتني معاش څخه په ورکړو پیسو یو جومات جوړ کړ.
دغه جومات چې د همدې حوزې په انګړ کې جوړ شوی، چاري يې په پنځو میاشتو کې د ۴۰۰ سوه زره افغانیو په لګښت سرته رسېدلې دي.
پولیس وايي، هغه معاش چې د دیو کورنی لګښت هم په بشپړ ډول نه پوره کوي، خو د اسلام مبارک دین سره د مینې او خپلې پاکې خاورې ته د درناوي په خاطر يې د یوې میاشتې معاش د همدې جومات جوړولو ته ورکړ او رغنیزې چارې یې بشپړې شوې.
د ښرنې اړوند د لومړۍ امنیتي حوزې امر محمد ولي قلم دوست کلید ته وویل، دا کار يي د ثواب په خاطر کړی او د ده په ګډون د حوزې ټولو پولیسو ورته د یوې میاشتې معاش ورکړی دی.
نوموړی څرګندوي، چې په یاد جومات څلور سوه زره افغانۍ لګښت شوی، چې چارې يې د پنځو میاشتو په اوږدو کې سرته رسېدلې دي.
د دې حوزې یو تن پولیس اسلم خان وايي، دا چې د پنځه وخته لمونځ ادا کولو لپاره دلته په جومات کې نه و، نو پرېکړه يې وکړه چې د اسلام له مبارک دین سره د مینې او د خدای د کور د جوړولو لپاره لاس په کار شي.
دی وايي، له خپلې تنخوا څخه يې ورته پیسې ورکړې او خوشال دی چې دغه پیسې يي د دین او خلکو د خدمت په ځای لګول شوې دي.
په حوزه کې د ننه د دغه جومات پر جوړولو عام خلک او حوزې ته مراجعه کوونکي کسان هم خوښ دي.
دوی وايي، سره له دې چې په یاد جومات کې به سرتیري پنځه وختونه لمونځونه کوي، هغه کسان چې د خپلو معاملو د حل په هدف حوزې ته مراجعه کوي، هغوی ته به هم د لمانځه ادا کولو اسانتیا را منځته کړي.
یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پولیسو او ملي اردو ځواکونو له لوري په خپل شخصي لګښت او میاشتني معاش همدا ډول جوماتونه جوړ شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA