ads

په بلخ کې د انارو حاصلات ډېر شوي

په بلخ كې سږ كال د تېرو كلونو په پرتله د انارو حاصلات نېږدې ۵۰ فيصده زيات شوي دي. د حسن په نوم د خلم ولسوالۍ يو تن باغ لرونكى وايي، په تېرو كلونو كې يې له يو جريب ځمكې شاوخوا ۱۰۰ منه انار را ټولول، خو سږ كال د همدومره ځمكې حاصلات له ۱۵۰ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 لړم 1398
په بلخ کې د انارو حاصلات ډېر شوي
د بلخ تازه انار

په بلخ كې سږ كال د تېرو كلونو په پرتله د انارو حاصلات نېږدې ۵۰ فيصده زيات شوي دي.
د حسن په نوم د خلم ولسوالۍ يو تن باغ لرونكى وايي، په تېرو كلونو كې يې له يو جريب ځمكې شاوخوا ۱۰۰ منه انار را ټولول، خو سږ كال د همدومره ځمكې حاصلات له ۱۵۰ تر ۲۰۰ منو انارو رسېږي.
دى د خپلې ولسوالۍ د باغ لرونكو ستونزې د كافي اوبو نشتوالى او د حشرو د له منځه وړلو لپاره د درملو كموالى په ګوته كوي.
د بلخ د خلم ولسوالۍ د باغ لرونكو په وينا، د مناسب بازار او د معياري سړو خونو د نشتوالي له كبله دوى خپل حاصلات په ټيټه بيه پلوري.
په ورته وخت كې د دې ولسوالۍ د كرنې د ترويج مدير مزمل حقجو وايي، هلته دمګړۍ اووه سړې خونې موجودې دي، چې يوه يې دولتي او نور يې خصوصي دي.
د نوموړي په خبره، ياد شمېر سړې خونې د خلم ولسوالۍ د باغ لرونكو د حاصلاتو ساتنې لپاره بسنه نه كوي.
حقجو زياتوي، د بلخ د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست هڅه كوي په راتلونكو كلونو كې د دغې ولسوالۍ باغ لرونكو ته نورې سړې خونې جوړې كړي.
د بلخ خلم ولسوالي د انارو ۱۸ زره جريبه باغونه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA