ads

په بغلان کې نهه وسله وال طالبان ووژل شول

د ملي دفاع وزارت په بغلان كې د يوه سرګروپ په ګډون د نهو وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي. دغه وزارت تېر ماښام د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې افغان ځواكونو په ډنډ شهاب الدين سيمه كې پر طالبانو توپچي بريدونه كړي دي. د ملي دفاع وزارت وايي، په دغو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 لړم 1398
په بغلان کې نهه وسله وال طالبان ووژل شول
افغان ځواکونه

د ملي دفاع وزارت په بغلان كې د يوه سرګروپ په ګډون د نهو وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي.
دغه وزارت تېر ماښام د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې افغان ځواكونو په ډنډ شهاب الدين سيمه كې پر طالبانو توپچي بريدونه كړي دي.
د ملي دفاع وزارت وايي، په دغو بريدونو كې د طالبانو د سرګروپ نعمت الله مشهور په خنجر په ګډون د يادې ډلې نهه غړي ووژل شول.
سرچينه زياتوي، د بغلان په ډنډ شهاب الدين او کيله ګي سيمو کې د امنيتي او دفاعي ځواكونو عمليات دوام لري.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA