د چين حاكم کمونيست ګوند د پڅې اقتصادي ودې په دوام او په هانګ کانګ کې د لاريونونو او فشارونو له کبله يوه مهمه غونډه په پام کې نيولې ده.
د چينايي رسنيو د راپورونو له مخې، دغه ګوند د خپلې مرکزي کمېټې د ناستې لپاره بشپړې تابياوې نيولې دي.
د چين د كمونيست ګوند مرکزي کمېټه ۳۰۰ غړي لري، چې د روانې اونۍ تر پايه په بيجينګ کې د لويې غونډې په هدف را ټولېږي.
ټاکل شوې په دې ناسته كې د ياد ګوند د واکمنۍ پر پياوړتيا، سوسياليستي نظام، اقتصادي او سياسي مسايلو، هانګ کانګ موضوع او موډرنيزم خبرې وشي.
دا له شاوخوا ۲۰ مياشتو راپدېخوا لومړى ځل دى، چې د چين کمونيست ګوند خپله غونډه جوړوي.