ads

په ننګرهار کې د سجدې په نامه لومړنی افغاني فلم ننداره شو

دغه فلم، چې په ننګرهار کې د افغان فلم لوبغاړي امیرشاه تلاش له لوري جوړ شوی و، پرون د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې نندارې ته وړاندې شو. تمه وه چې د فلم لیدو ته به پر ولایتي چارواکو سربېره نور عام وګړي هم راشي، خو دغه فلم ته د ګوتو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 لړم 1398
په ننګرهار کې د سجدې په نامه لومړنی افغاني فلم ننداره شو
د سجدې په نوم فلیم جوړ شو

دغه فلم، چې په ننګرهار کې د افغان فلم لوبغاړي امیرشاه تلاش له لوري جوړ شوی و، پرون د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې نندارې ته وړاندې شو.
تمه وه چې د فلم لیدو ته به پر ولایتي چارواکو سربېره نور عام وګړي هم راشي، خو دغه فلم ته د ګوتو په شمېر کسان ناست وو.
په دغه فلم کې هڅه شوې چې د هېواد روانې ناخوالې په مستند ډول بیان کړي.
د سجدې په نامه د دغه فلم لوبغاړی امیرشاه تلاش وایي، چې د درې کلونو په موده کې یې د شاوخوا یو میلیون افغانيو په لګښت دغه فلم جوړ کړی او د هېواد په څلورو ولایتونو کې یې صحنې ثبت شوې دي.
تلاش وايي، افغان حکومت دې په هېواد کې د سینما د فرهنګ د ودې او پراختیا لپاره، د ځوانو فلم جوړوونکو ملاتړ وکړي.
دی وایي، چې د دې فلم له لارې غواړي نړیوالو ته وښې چې افغانان جنګ نه، بلکې د سولې او مینې غوښتونکي دي.
بل لور ته سینمایي لوبغاړي وایي، په هېواد او ځانګړي ډول ننګرهار کې فلمي لوبغاړي له سختو ستونزو سره مخ دي، چې له کبله یې د دوی هنر کم رنګه شوی دی.
دوی وایي، د افغاني فلمونو د جوړېدو په برخه کې ورسره هېڅ دولتي ادارې مرسته نه کوي او د هنر دا برخه یې په خپلو شخصي لګښتونو ژوندۍ ساتلې.
په ورته وخت کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس رحیم الله خوږیاڼی هم د فلمي لوبغاړو ستونزې مني او وایي، هڅه کوي په دې ولایت کې سینما جوړه کړي؛ چې په فعالیت سره به یې د دغه ولایت د فلمي لوبغاړو شته ستونزې تر ډېره حل شي.
افغان فلمي لوبغاړي وایي، که حکومت یې ملاتړ وکړي، دا وړتیا لري چې د ښو فلمونو او سریالانو په جوړېدو سره به نه یوازې د بهرنیو فلمونو مخنیوی وکړي، بلکې افغاني فرهنګ به په سم ډول تر نړیوالو ورسوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA