د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو اداره يا يونما وايي، د روان زېږديز كال په لومړيو شپږو مياشتو كې په افغانستان كې د ملكي خلكو مرګژوبله ۳۱ فیصده ډېره شوې ده.
د ملګرو ملتونو په راپور كې راغلي، په تېرو شپږو مياشتو كې په افغانستان كې څه كم ۱۳۰۰ ملكي خلك وژل شوي دي.
اوس د ارزګان ولايتي چارواکي هم ادعا کوي چې وسله وال طالبان له ملکي کسانو په ګټې اخیستنې جګړې ته دوام ورکوي.
د ارزګان امنيه قوماندان محمد خطاب خنجري وايي، د دوی له لوري چې کله هم د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات پیل کېږي، وسله وال طالبان له ملکي خلکو څخه په ګټي اخیستنيې د دوی پر وړاندې جګړه کوي.
د اروزګان امنيه قوماندان جنرال محمد خطاب خنجري د ملکي مرګژوبلې پړه پر وسله والو طالبانو اچوي او زياته وي، چې د ملکي تلفاتو د کچي لوړېدو لوی لامل هم وسله وال طالبان دي.
په ورته مهال د دغه ولايت اوسېدونکي بیا غوښتنه کوي، چې د جګړې پرمهال دې د دوی سر او مال ته جدي پاملرنه وشي.
د ارزګان اوسېدونکي وايي، په روانه جګړه کې تر ډېره د ملکي خلکو سر او مال خوندي ساتلو ته هېڅ يوې ډلې پاملرنه نه ده کړې.
په ورته مهال وسله وال طالبان بیا د افغان چارواکو دغه ادعاوې ردوي، چې ګواکي دوی دې ملکي خلک د سپر په توګه کاروي.
قاري يوسف احمدي، چې ځان د وسله والو طالبانو وياند معريفي کوي، زياته وي چې د جګړې پرمهال افغان ځواکونه ملکي کسان د ځان سپر ګرځوي او د ملکي کسانو له کورونو څخه په ګټي اخيستنې له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت وي.


