ads

عبدالله قرداش د ابوبکر البغدادي ځاىناستى وټاکل شو

په سوريه كې د امريكايي ځواكونو په عملياتو كې د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي تر وژل کېدو وروسته عبدالله قرداش د دغې ډلې د نوي مشر په توګه وټاكل شو. د نيوزيک اونيزې د راپور پر بنسټ، قرداش تر وژل كېدو وړاندې د البغدادي په امر د هغه ځايناستى ټاكل شوى دى. د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 لړم 1398
عبدالله قرداش د ابوبکر البغدادي ځاىناستى وټاکل شو
عبدالله قرداش

په سوريه كې د امريكايي ځواكونو په عملياتو كې د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي تر وژل کېدو وروسته عبدالله قرداش د دغې ډلې د نوي مشر په توګه وټاكل شو.
د نيوزيک اونيزې د راپور پر بنسټ، قرداش تر وژل كېدو وړاندې د البغدادي په امر د هغه ځايناستى ټاكل شوى دى.
د البغدادي د وژل كېدو راپورونه پرون خپاره شول او د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ په سپينې ماڼۍ كې د يوې خبري ناستې په مهال د نوموړي وژنه تاييد كړه.
بلخوا د روسيې په ګډون ځينو هېوادونو د البغدادي پر وژنې شک څرګند کړى او ويلي يې دي، چې د ده د وژل کېدو لپاره هېڅ عمليات نه دي ترسره شوي او په دې برخه کې د روسيې په ګډون له نورو هېوادونو سره همغږي نه ده شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA