ads

د ټاکنو خپلواک کمېسيون له څارونکو بنسټونو سره موثق معلومات نه شريکوي

د ټاکنو پر رڼتیا د څارونکو بنسټونو شبکه وايي، چې د ټاکنو دواړه کمېسيونونه د جمهوري رياست ټاکنو په اړه له دوی سره موثق او کره اطلاعات نه شريکوي. د ټاکنو خپلواک کمېسيون د اعلان له مخې، د ټاکنو وروستۍ پايلې به د ليندۍ پر ۱۵مه ډاګيزه شي؛ خو د ټاکنو پر رڼتیا د څارونکو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
6 لړم 1398
د ټاکنو خپلواک کمېسيون له څارونکو بنسټونو سره موثق معلومات نه شريکوي

د ټاکنو پر رڼتیا د څارونکو بنسټونو شبکه وايي، چې د ټاکنو دواړه کمېسيونونه د جمهوري رياست ټاکنو په اړه له دوی سره موثق او کره اطلاعات نه شريکوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د اعلان له مخې، د ټاکنو وروستۍ پايلې به د ليندۍ پر ۱۵مه ډاګيزه شي؛ خو د ټاکنو پر رڼتیا د څارونکو بنسټونو شبکه وايي، دا نېټه ډېره لرې ده.
يادې شبکې د دوشنبې په ورځ په همدې تړاو خپلې اندېښنې له رسنيو سره شريکې کړې او ټېنګار يې وکړ، چې د ټاکنو د پايلو له ځنډ سره به د ټاکنو مشروعيت له پوښتنې سره مخ شي.
د يادې شبکې غړي حبيب الله شينواري وويل، د ټاکنو د پايلو ځنډ لپاره د ټاکنو کمېسيون خلکو ته قانع کوونکي ځوابونه نه لري او د ټاکنو د پرمختګونو په اړه هم لازم معلومات نه شريکوي.
د همدې شبکې يو بل غړی مبين الله ايماق بيا تور پورې کوي، چې ګواکې د ټاکنو خپلواک کمېسيون په هېڅ هم نه دی خبر او ټول واک له بهرنيو کړيو سره دی.
نوموړي د پوښتنې په ډول وويل، داچې د درملوک اړوند کمپنۍ د خلکو رايې څنګه پروسس کوي، هېڅوک پرې نه پوهېږي.
د ټاکنو د پايلو ځنډېدو د خلکو ترمنځ داسې شکونه هم پيدا کړي، چې ګواکې دغه کمېسيون خپلواک نه دی او د سياسي فشار تر اغېز لاندې کار کوي.
د ټاکنو پر رڼتیا د څارونکو بنسټونو شبکې يو غړي عبدالله احمدي وويل، دوی د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون د سياسي فشارونو له کبله اندېښمن دي.
د ټاکنو خلپواک کمېسيون هم مني، چې دوی د ټاکنو د پايلو په ژر اعلانولو کې پاتې راغلي؛ خو پر دغه کمېسيون د سياسي فشارونو خبره بيا په کلکه ردوي او ټينګار کوي، چې تراوسه هېچا هم دغه جرات نه دی کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA