ads

په فاریاب کې لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي

۲۰۹ شاهين قول اردو د فارياب په پښتون كوټ ولسوالۍ كې له ۵۰ د زياتو وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي. د دې قول اردو وياند محمد حنيف رضايي وايي، طالبانو تېره شپه په ګداى قلعه او خواجه ناموسي سيمو كې د شپږمې سرحدي لېوا د لومړي كنډك پر پوستو بريدونه وكړل، چې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
5 لړم 1398
په فاریاب کې لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي
افغان امنیتي ځواکونه

۲۰۹ شاهين قول اردو د فارياب په پښتون كوټ ولسوالۍ كې له ۵۰ د زياتو وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي.
د دې قول اردو وياند محمد حنيف رضايي وايي، طالبانو تېره شپه په ګداى قلعه او خواجه ناموسي سيمو كې د شپږمې سرحدي لېوا د لومړي كنډك پر پوستو بريدونه وكړل، چې د افغان ځواكونو له خوا په شا وتمبول شول.
دى زياتوي، په يادو سيمو كې د جګړو او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواكونو په هوايي بريدونو كې د څو مهمو قوماندانانو په ګډون ۵۳ طالبان ووژل شول.
د رضايي په وينا، د طالبانو په بريدونو كې څلور افغان سرتېري ژوبل شوي دي.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند همدارنګه وايي، د مخالفينو يوه اندازه وسلې، مهمات او تجهيزات د امنيتي سرتېرو لاس ته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده كړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA