ads

په عراق کې د وژل شوو لاريون كوونكو شمېر له ۶۰ واوښت

په عراق كې د دغه هېواد د حكومت په وړاندې په تازه لاريونونو كې د وژل شوو كسانو شمېر ۶۳ ته پورته شو. د عراق د بشري حقونو کمېسيون ويلي، چې د يادو لاريونونو په مهال ۲۵۹۲ تنه ژوبل شوي هم دي. د سرچينې په خبره، ۱۰ کسانو په پايتخت بغداد، ۱۴ په ميسان، ۱۵ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
5 لړم 1398
په عراق کې د وژل شوو لاريون كوونكو شمېر له ۶۰ واوښت
په عراق کې د حکومت پر وړاندې لاریونونه

په عراق كې د دغه هېواد د حكومت په وړاندې په تازه لاريونونو كې د وژل شوو كسانو شمېر ۶۳ ته پورته شو.
د عراق د بشري حقونو کمېسيون ويلي، چې د يادو لاريونونو په مهال ۲۵۹۲ تنه ژوبل شوي هم دي.
د سرچينې په خبره، ۱۰ کسانو په پايتخت بغداد، ۱۴ په ميسان، ۱۵ په ذي قار، اوو په بصرې او ۱۷ تنو د عراق په نورو ښارونو کې د لاريونونو په ترڅ كې خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
د راپورونو له مخې، لاريون كوونكو ۸۳ دولتي ودانيو ته درانه مالي زيانونه اړولي دي.
په عراق کې لاريونونه د پراخ اداري فساد، لوږې او بې کارۍ له کبله پيل شوي، چې لا هم دوام لري.
كه څه هم د دې هېواد لومړي وزير عادل عبدالمهدي په حکومت کې د اصلاحاتو او بدلونونو ژمنه کړې، خو لاريون كوونكي د ده د ګوښه کېدو غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA