که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټاکنو د لومړنیو پايلو د اعلانېدو نېټه ډاګيزه کړه؛ خو بياهم د دغو پايلو د ځنډېدو له کبله په پراخه کچه اندېښنې موجودې دي.
ټاکنې او افغان سوله د يک شنبې په ورځ د مشرانو جرګې د غونډې تر ټولو مهم موضوعات وو، هغه موضوعات چې د افغانستان برخليک بدلولی شي.
د مشرانو جرګې غړي په دې باور دي، چې د ټاکنو د پايلو ځنډېدل نه شي توجېه کېدلی او د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد مسوولانه چلند وکړي.
د مشرانو جرګې غړې انار کلي هنريار ټينګار کوي، د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد له اعلان شوې نېټې سره سم د افغانستان د جمهوري رياست د ټاکنو پايلې اعلان کړي.
د مشرانو جرګې په غونډه کې پر ټاکنو د بې باورۍ فضا هم له ورايه جوتېده او سناتورانو ټېنګار کاوه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد خپله خپلواکي خوندي کړي.
د مشرانو جرګې دوو غړو رحمت الله اڅکزي او فوزيې سادات په دغه غونډه کې وويل، د ټاکنو د پايلو اعلانېدو لپاره سياسي اراده موجوده نه ده او له همدې کبله په بېلابېلو پلمو ځنډېږي.
خو په ورته وخت کې د مشرانوجرګې مشر فضل الهادي مسلميار وايي، له اوسني ټاکنيز کړکېج څخه د خلاصون يوازينۍ لاره د برېښنایي تذکرو وېشل دي.
سوله او ټاکنې د افغانانو لپاره برخليک ټاکونکي موضوعات دي او د جمهوري رياست ټاکنو د پايلو نېټه هم په داسې حال ډاګيزه شوه، چې لا تر اوسه هم هېڅوک نپوهېږي، چې ايا د ټاکنو پايلې به د لړم په ۲۳مه اعلان شي او کنه…..؟


