ads

شمالي کوريا امريکا ته خبردارى وركړ

د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اون د روان ميلادي کال تر پايه د واشنګټن او دې هېواد ترمنځ د ملګرتيا د پاى ته رسېدو خبردارى ورکړ. دى وايي، د شمالي كوريا او امريكا په اړيکو کې هېڅ پرمختګ نه دى رامنځته شوى او هغه دښمني لا هم دوام لري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
5 لړم 1398
شمالي کوريا امريکا ته خبردارى وركړ
شمالي کوریا

د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اون د روان ميلادي کال تر پايه د واشنګټن او دې هېواد ترمنځ د ملګرتيا د پاى ته رسېدو خبردارى ورکړ.
دى وايي، د شمالي كوريا او امريكا په اړيکو کې هېڅ پرمختګ نه دى رامنځته شوى او هغه دښمني لا هم دوام لري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو ډېرېدو سبب کېږي.
کيم زياتوي، پيونګيانګ د روان ميلادي کال تر پايه واشنګټن ته وخت ورکړى، چې په خپل دريځ کې بدلون راولي.
د شمالي کوريا او امريکا مشرانو دوه ځلې سره ليدلي او دواړو ليدنو يې كومه ځانګړې پايله نه ده ورکړې او پيونګيانګ لا هم توغندويي ازموينې كوي.
امريكا تراوسه د كيم د څرګندونو په غبرګون كې څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA