د افغانستان له ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو او ايمرجينګ كركټ لوبډلو ترمنځ د كابل په نړيوال لوبغالي كې پنځه يو ورځنۍ لوبې ترسره کېږي.
دا لوبې به سبا پيل شي او د راتلونكې نومبر مياشتې تر څلورمې نېټې پورې به دوام ولري.
د افغانستان كركټ بورډ د يادو لوبو د ترسره کولو هدف د دواړو لوبډلو د راتلونکو لوبو لپاره چمتووالی بللى دی.
د راتلونكې نومبر مياشتې په ۱۴مه نېټه د اسيايي ايمرجينګ كركټ لوبډلو ترمنځ سيالۍ پيلېږي، چې د افغانستان په ګډون د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو، عمان، سريلانکا، بنګله دېش او هانګ کانګ لوبډلې په كې برخه اخلي.
همدارنګه د افغانستان له ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو لوبډله د يادې مياشتې له ۲۰مې تر ۳۰مې نېټې پورې د هند له ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو له لوبډلې پنځه يو ورځنۍ لوبې لري، چې دغه لوبې په هند کې د افغانستان په کوربه توب ترسره کېږي.
د افغانستان كركټ بورډ وايي، په کابل کې د هېواد له ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو او ايمرجينګ كركټ لوبډلو ترمنځ د سياليو په پايله كې به د اسيايي ايمرجينګ جام او له هند سره د سياليو لپاره غوره افغان لوبغاړي وټاكل شي.


