نيوزويک مجلې ته د پنټاګون يوه لوړپوړي پوځي چارواکي منلې، چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي د سوريې د ادليب ښار په شمال لوېديځ كې د امريکا په پټو عملياتو کې ووژل شو.
د امريكا د دفاع وزارت د دغه پوځي چارواکي په وينا، د يادو پټو عملياتو امر جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ ورکړى و.
پنټاګون سپنې ماڼۍ ته ويلي، چې د داعش ډلې مشر د شنبې ورځې په پټو عملياتو كې وژل شوى دى.
د راپورونو پر بنسټ، ابوبکر البغدادي په وروستيو كلونو كې څو ځلې په منځني ختيځ کې د متحدو ايالتونو په پټو عملياتو کې په نښه شوى او تر دې وړاندې يې هم د وژل كېدو خبرونه خپاره شوي وو.


