په هرات كې د افغان ځواكونو په ځمكنيو او هوايي عملياتو كې ۳۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، دا عمليات تېره شپه په كشك رباط سنګي ولسوالۍ كې ترسره شوي، چې په ترڅ كې يې ۲۵ طالبان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، عمليات كوونكو سرتېرو د طالبانو يوه اندازه وسلې، تجهيزات او مهمات هم له منځه وړي دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د يادو عملياتو په تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.
په تېره يوه اونۍ كې د هرات په بېلابېلو سيمو كې د ځمكنيو او هوايي بريدونو له كبله لږ تر لږه ۱۰۰ طالبان وژل شوي او ژوبل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


