ads

په ننګرهار كې د ماين چاودنې د عامه امن دوه پوليس وژلي

د ننګرهار د مركز جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند پر چهل متره سړک د عامه امن پوليسو د تالاشۍ پوستې ته نېږدې د ماين چاودنې اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د دې ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي، پېښه تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې رامنځته شوې، چې له كبله […]

نویسنده: hewadpal
4 لړم 1398
په ننګرهار كې د ماين چاودنې د عامه امن دوه پوليس وژلي

د ننګرهار د مركز جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند پر چهل متره سړک د عامه امن پوليسو د تالاشۍ پوستې ته نېږدې د ماين چاودنې اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي، پېښه تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې رامنځته شوې، چې له كبله يې د عامه امن دوه پوليس وژل شوي او دوه تنه نور ژوبل دي.
د نوموړي په خبره، په ياده ماين چاودنه كې څلور ملكي وګړي هم ټپيان شوي دي.
خوږياڼى زياتوي، د پېښې ټپيان د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.
د دغې چاودنې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
بايد وويل شي، چې د ننګرهار د مركز جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتو كې د جمعې په ماسپښن شاوخوا دوه بجې د ملي امنيت د صفر دوه قطعې ځواکونو د موټرونو پر كاروان ځانمرګي بريد ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د دې بريد مسووليت وسله والو طالبانو منلى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA