د غزني په اندړو ولسوالۍ كې د ماين چاودنې دوه ملكي وګړي وژلي دي.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، د اندړو ولسوالۍ نظر خان ګولايي ته څېرمه تېر مازديګر ناوخته د ملکي کسانو پر سراچه ډوله موټر د وسله والو طالبانو له خوا د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنه شوې ده.
دى وايي، په ياده چاودنه كې دوه ملكي وګړي، چې پلار او زوى او د غزني د مرکز د ارزو کلي اوسېدونکي وو، وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


