ads

په غزني كې د ترهګريزو فعاليتونو په تور څلور تنه ونيول شول

د غزني په اب بند ولسوالۍ كې د ځانګړو افغان ځواكونو په عملياتو كې د ترهګريزو فعاليتونو په تور څلور تنه نيول شوي دي. د ياد ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، دا عمليات تېره شپه د اب بند ولسوالۍ په ذاهدان کلي کې ترسره شول. هغه كليد ته وويل، عمليات كوونكو سرتېرو […]

نویسنده: hewadpal
4 لړم 1398
په غزني كې د ترهګريزو فعاليتونو په تور څلور تنه ونيول شول

د غزني په اب بند ولسوالۍ كې د ځانګړو افغان ځواكونو په عملياتو كې د ترهګريزو فعاليتونو په تور څلور تنه نيول شوي دي.
د ياد ولايت د والي وياند محمد عارف نوري وايي، دا عمليات تېره شپه د اب بند ولسوالۍ په ذاهدان کلي کې ترسره شول.
هغه كليد ته وويل، عمليات كوونكو سرتېرو د طالبانو درې پټنځايونه او نهه موټر سايکلونه له منځه وړي دي.
د نوري په خبره، د دغو عملياتو په مهال امنيتي سرتېرو او ملکي خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده كړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA