ads

په عراق كې سلګونو لاريون كوونكو ته مرګ ژوبله اوښتې

د عراق په مختلفو ښارونو كې په دولت ضد لاريونونو كې د امنيتي سرتېرو په ګډون سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې، اعتراض كوونكي د جمعې په ورځ هم په پايتخت بغداد او د عراق په څو نورو ښارونو كې سړكونو ته را ووتل، چې د تاوتريخوالي له كبله لږ […]

نویسنده: hewadpal
4 لړم 1398
په عراق كې سلګونو لاريون كوونكو ته مرګ ژوبله اوښتې

د عراق په مختلفو ښارونو كې په دولت ضد لاريونونو كې د امنيتي سرتېرو په ګډون سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د راپورونو له مخې، اعتراض كوونكي د جمعې په ورځ هم په پايتخت بغداد او د عراق په څو نورو ښارونو كې سړكونو ته را ووتل، چې د تاوتريخوالي له كبله لږ تر لږه ۴۰ لاريون كوونكي وژل شوي او له ۲۰۰۰ زيات نور ټپيان دي.
د عراق دولت اعلان كړى، چې د دې هېواد په بېلابېلو ښارونو كې د نښتو په نتيجه كې لږ تر لږه ۶۸ پوليس هم ژوبل شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ، اعتراض كوونكو پرون پر دولتي ودانيو، د ګوندونو پر دفترونو او د سيمه ييزو وسله والو ډلو په ځانګړې توګه د ايران حكومت ته د نېږدې ډلو پر دفترونو بريدونه وكړل.
دا لاريونونه د روانې اكټوبر مياشتې له لومړۍ نېټې راهيسې په عراق كې د فساد، بې كارۍ او نورو ټولنيزو ستونزو د زياتوالي په وړاندې پيل شوي، چې له كبله يې تر دا مهاله شاوخوا ۲۰۰ تنه وژل شوي او ۸۰۰۰ نور ژوبل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA