د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، د كډوالو او راستنېدونكو چارو وزارت له داخلي بې ځايه شوو كورنيو سره د مرستې په برخه كې په ځانګړې توګه په فارياب او جوزجان ولايتونو كې هېڅ اقدام نه دى كړى.
په ولسي جرګې كې د يادو ولايتونو استازو شفيقې سخا يولچي او حليمې صدف كريمي نن وويل، د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له كبله په ځينو مواردو كې بې ځايه شوو كورنيو خپل اولادونه پلورلي دي.
په همدې حال كې د كډوالو او راستنېدونكو چارو وزارت وياند عبدالباسط انصاري كليد ته وويل، اوسمهال د جګړې او ناامنۍ له كبله په هېواد كې شاوخوا څلور ميليونه بې ځايه شوي وګړي موجود دي او ورځ تر بلې يې شمېر زياتېږي.
دى وايي، ياد وزارت هڅه كوي، چې له ټولو داخلي بې ځايه شوو كورنيو سره مرسته وكړي.
بايد وويل شي، چې په هېواد كې د جګړې، ناامنۍ، بېوزلۍ او اقليمي بدلونونو په سبب هر كال لسګونه زره كورنۍ د خپلو كورونو پرېښودو ته اړې كېږي او نورو ځايونو ته پناه وړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


