هغه بين الافغاني غونډه، چې په پام كې وه روانه اونۍ د چين په پايتخت بيجينګ كې جوړه شي، تر نامعلومې نېټې پورې وځنډېده.
اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس د سرچينو له قوله راپور وركړى، چې دا غونډه د لنډې مودې لپاره ځنډېدلې، خو د ترسره كېدو نوې نېټه يې نه ده مشخصه شوې.
ټاكل شوې وه د بيجينګ غونډه په قطر كې د طالبانو د سياسي دفتر د رئيس ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د يوه طالب پلاوي په ګډون د روانې لړم مياشتې په اوومه او اتمه نېټه ترسره شي، خو د سولې په چارو كې د دولت وزارت په دې غونډه كې پر ټول شمول والي او د افغانستان د دولت پر مركزي رول ټينګار كړى و.
بل پلو د ملي يووالي حكومت په دغه غونډه كې د ګډون لپاره چمتووالى اعلان كړى او ويلي يې دي، چې په يوه مناسب فرصت كې به د بيجينګ د غونډې د ګډونوالو لېست د چين له حكومت سره شريك كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د امريكا، روسيې، چين او پاكستان استازو د جمعې په ورځ په مسكو كې غونډه وكړه او له متحدو ايالتونو يې وغوښتل، چې له طالبانو سره دې د سولې مذاكرات بېرته پيل كړي.


