جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د طالبانو مشران لا هم د پاکستان په خاوره کې په ازاد ډول فعاليت کوي.
هغه دا خبره تېر ماښام د اذربايجان په پايتخت باكو كې د عدم انسلاک غورځنګ د غړو هېوادونو د مشرانو د ۱۸مې غونډې په څنډه کې د پاکستان له جمهور رئيس عارف علوي سره د ليدنې په مهال وكړه.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، جمهور رئيس غني وويل، د افغانستان او پاکستان اړيکې بايد د دواړو هېوادونو د ملي ګټو پر بنسټ ولاړې وي.
نوموړي زياته كړه، سوله د افغان حکومت لومړيتوب دى او د افغانانو اساسي غوښتنه ده او پاکستان بايد د افغانستان د سولې او ثبات په پروسه کې رول ادا کړي.
بلخوا د پاکستان جمهور رئيس سولې ته د رسېدو په برخه کې د افغان حکومت د هڅو ملاتړ وکړ او په وينا يې، په افغانستان کې سوله د پاکستان لپاره مهمه ده.
په دې ليدنه كې دواړه لوري پر سولې، امنيت او له ترهګرۍ سره پر مبارزې وغږېدل.


