ads

په ننګرهار كې ځانمرګي بريد ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت د مركز جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتو كې د ملي امنيت د صفر دوه قطعې ځواکونو د موټرونو پر كاروان ځانمرګي بريد ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دا بريد نن ماسپښين […]

نویسنده: hewadpal
3 لړم 1398
په ننګرهار كې ځانمرګي بريد ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت د مركز جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتو كې د ملي امنيت د صفر دوه قطعې ځواکونو د موټرونو پر كاروان ځانمرګي بريد ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دا بريد نن ماسپښين شاوخوا دوه بجې شوی، چې له كبله يې د يادې قطعې درې سرتېري وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.
د خوږياڼي په وينا، په دې پېښه كې دوه ملكي وګړي هم وژل شوي او ۱۵ تنه نور ژوبل دي.
د دغه ځانمرګي بريد مسووليت وسله والو طالبانو منلى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA