ads

په مسكو كې نن د افغانستان په اړه څلور اړخيزه غونډه كېږي

ټاكل شوې نن په مسكو كې د روسيې، چين، پاكستان او امريكا د استازو ترمنځ د افغانستان په اړه غونډه وشي. د راپورونو له مخې، د غونډې ګډونوال به په افغانستان كې د روانې جګړې پر پاى ته رسېدو او د سولې پر راتګ وغږېږي. د امريکا ټايمز ورځپاڼې ويلي، موندنې يې ښيي، چې چين […]

نویسنده: hewadpal
3 لړم 1398
په مسكو كې نن د افغانستان په اړه څلور اړخيزه غونډه كېږي

ټاكل شوې نن په مسكو كې د روسيې، چين، پاكستان او امريكا د استازو ترمنځ د افغانستان په اړه غونډه وشي.
د راپورونو له مخې، د غونډې ګډونوال به په افغانستان كې د روانې جګړې پر پاى ته رسېدو او د سولې پر راتګ وغږېږي.
د امريکا ټايمز ورځپاڼې ويلي، موندنې يې ښيي، چې چين د سولې د بين الافغاني خبرو کوربه توب غواړي او په همدې تړاو به خپله طرحه د مسکو په غونډه كې وړاندې کړي.
په ياده غونډه كې به د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد هم ګډون ولري.
نوموړي په روانه اونۍكې بلجيم او فرانسې ته هم سفر درلود او هلته يې پر افغان سولې بحثونه وكړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA