ads

د ويسټ انډيز په وړاندې د كركټ د يو ورځنيو لوبو لپاره افغان لوبډله اعلان شوه

د افغانستان كركټ بورډ نن د ويسټ انډيز په وړاندې د درېيو يو ورځنيو لوبو لپاره افغان لوبډله اعلان كړه. په دې لوبډله كې راشد خان، اصغر افغان، حضرت الله ځاځى، رحمت شاه، جاوېد احمدي، افسر ځاځى، ګلبدين نايب، محمد نبي، نجيب الله ځدراڼ، كريم جنت، شرف الدين اشرف، ابراهيم ځدراڼ، يمين احمدزى، نوين الحق، […]

نویسنده: hewadpal
3 لړم 1398
د ويسټ انډيز په وړاندې د كركټ د يو ورځنيو لوبو لپاره افغان لوبډله اعلان شوه

د افغانستان كركټ بورډ نن د ويسټ انډيز په وړاندې د درېيو يو ورځنيو لوبو لپاره افغان لوبډله اعلان كړه.
په دې لوبډله كې راشد خان، اصغر افغان، حضرت الله ځاځى، رحمت شاه، جاوېد احمدي، افسر ځاځى، ګلبدين نايب، محمد نبي، نجيب الله ځدراڼ، كريم جنت، شرف الدين اشرف، ابراهيم ځدراڼ، يمين احمدزى، نوين الحق، اكرام علي خېل او مجيب الرحمان شامل دي.
د افغانستان او ويسټ انډيز د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ به درې يو ورځنۍ لوبې د راتلونکې نومبر مياشتې له شپږمې تر ۱۱مې نېټې پورې د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې ترسره شي.
افغان لوبډله تراوسه په يو ورځنيو لوبو كې د ويسټ انډيز له لوبډلې سره شپږ ځلې مخ شوې، چې درې وارې يې بريا خپله كړې، دوه وارې يې ماتې خوړلې او يوه لوبه بې پايلې پای ته رسېدلې ده.
تر دغو لوبو وروسته به افغان او ويسټ انډيزۍ لوبډلې درې ۲۰ اوريزې او يوه ټېسټ لوبه هم ترسره كړي.
د دوى ترمنځ ترسره كېدونكې سيالۍ به د راتلونكې ډسمبر مياشتې په لومړۍ نېټه پاى ته ورسېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA