ads

امريكا د سوريې په شمال لوېديځ كې خپل پوځي حضور پراخوي

د امريكا د دفاع وزارت وايي، د تېل لرونكو سيمو د امنيت د ټينګښت او د داعش ډلې د مخنيوي لپاره د سوريې په شمال لوېديځ كې خپل پوځي حضور پراخوي. د پنټاګون دا تصميم څو ورځې وروسته له هغه نيول شوى، چې د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د تركيې د پولې په اوږدو […]

نویسنده: hewadpal
3 لړم 1398
امريكا د سوريې په شمال لوېديځ كې خپل پوځي حضور پراخوي

د امريكا د دفاع وزارت وايي، د تېل لرونكو سيمو د امنيت د ټينګښت او د داعش ډلې د مخنيوي لپاره د سوريې په شمال لوېديځ كې خپل پوځي حضور پراخوي.
د پنټاګون دا تصميم څو ورځې وروسته له هغه نيول شوى، چې د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د تركيې د پولې په اوږدو كې له پرتو سيمو څخه د خپلو سرتېرو د ايستلو اعلان وكړ، ترڅو تركي ځواكونو ته د امريكا له متحدو كردي جنګيالو نه د يوې خوندي خالي سيمې د رامنځته كولو اجازه وركړل شي.
اوس مهال د سوريې او تركيې ترمنځ په سرحدي سيمو كې تركي او روسي ځواكونه ګډې ګزمې كوي.
دغه سيمې مخكې د كردي جنګياليو او امريكايي سرتېرو په كنټرول كې وې.
د سوريې له شمال ختيځه د امريكايي ځواكونو د ايستلو په اړه د ټرمپ پرېكړه د كانګرېس د ځينو ډيموكراټو او جمهوري غوښتونكو غړو له نيوكې سره مخ شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA