د هرات امنیتي چارواکي په یاد ولایت کې تر ۶۰ د ډېرو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د هرات امنیه قومندان امین الله امرخېل کلید ته وویل، وسله والو طالبانو تېره شپه له نورو ولسوالیو د چشت ولسوالۍ ته راټول شوي وو او د ملي اردو پر یوه پوسته یې برید وکړ.
د نوموړي په خبره، په دغه نښته کې ۶۳ وسله وال طالبان ووژل شول.
ښاغلی امرخېل که څه هم زیاتوي چې کېدایشي مرګ ژوبله تر دې هم لوړه وي، خو افغان ځواکونو ته یې د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه ونه ویل.
وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.