ads

د ارزګان جګړه ځپلي جګړو له بشري ناورين سره مخ کړي

ارزګان کې د جګړو له امله بېځايه شوي کورنۍ په خپل روان وضيعت اندېښنه څرګندوي او زياته وي چې له هر ډول اسانتياوو څخه بې برخي دي. دغه بېځايه شوې کورنۍ وايي، په سيمو کې د روانو جګړو له کبله یې هرڅه له لاسه ورکړي او دولت دې ورته پاملرنه وکړي. دوی دغه خبرې د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
2 لړم 1398
د ارزګان جګړه ځپلي جګړو له بشري ناورين سره مخ کړي
ارزګان

ارزګان کې د جګړو له امله بېځايه شوي کورنۍ په خپل روان وضيعت اندېښنه څرګندوي او زياته وي چې له هر ډول اسانتياوو څخه بې برخي دي.
دغه بېځايه شوې کورنۍ وايي، په سيمو کې د روانو جګړو له کبله یې هرڅه له لاسه ورکړي او دولت دې ورته پاملرنه وکړي.
دوی دغه خبرې د پنجشنبې په ورځ د دولت له لوري د خوراکي او غيري خوراکي توکو د مرستو د وېش پرمهال وکړې او د جګړې درېدو غوښتنه یې وکړه.
داپه داسي حال کې ده چې په ارزګان کې له ۱۴۶ بېځايه شوه کورنيو سره د خوراکي او غيري خوراکي توکو د مرستو د وېش لړی پیل شوه.
د مرستو د وېش پرمهال د دغه ولايت مرستيال والي سيدمحمد سعادت ناصر وويل، يادي مرستي د (WFP,UNHCR,UNICEF)او د نړيوال سازمان له خوا ورکول کېږي.
نوموړی زياته وي، چې يادې مرستي به هغو کورنيو ته ورکړل شي، چې د جګړو پرمهال زيانمن شوي دي.
د ارزګان د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو امريت مسولين بیا د مرستو د وېش پرمهال د شفافيت په برخه کې ډاډ ورکوي.
د ارزګان د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو امريت امر عبدالقهار دوست وايي، په دغه ولايت کې د وروستيو جګړه ځپلو سيمو خلکو لپاره په راتلونکي کې هم د مرستو د وېش پلان لري.
تر دې وړاندې هم يو شمېر نړيوالو سازمانونو په ارزګان کې د بېځايه شوو پرحالت اندېښنه ښودلې وه او ویلې یې وو، چې په دغه ولايت کې د جګړو له کبله بېځايه شوې کورنۍ د روغتيايي اسانتياوو د نه نشتون ترڅنګ له زياتو نورو خدمتونو څخه بې برخې پاتې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA