د پکتیکا ولایت کار او ټولنیزو چارو ریاست او د عدليي ریاست په چوکاټ کې د ماشومانو د روزني مرکز ودانۍ پرون ورځ ګټي اخېستني ته وسپارل شوې.
په یادو ودانیو ۶۶ میلیونه افغانۍ لګښت شوی، چې د مسولینو په خبره د دولت له پراختیايي بودیجي څخه ورکړل شوې دي.
د پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکني کلید ته وویل، په نېږدي راتلونکي کې به ډېری نورې ودانۍ، چې د کال په اوږدو کې ورباندي کار شوی، هم ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
والي څرګندوي، د کار او ټولنیزو چارو ریاست لپاره عصري ودانۍ جوړه شوې او هم د عدليي ریاست په چوکاټ کې د ماشومانو د روزني مرکز ودانۍ، چې جدي اړتیا ورته لیدل کېده، پرون ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
د پکتیکا ولایت د عدليي رییس محمد ګل عالم وايي، وړاندې تر دې د ماشومانو د روزنې مرکز خپله ځانګړې ودانۍ نه درلوده او د ریاست له ځینو خونو څخه يي ګټه اخیسته.
دی وايي، د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د محبسینو ماشومانو د روزنې لپاره ډېر کار وشي او هغوی ته به زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.
عالم څرګندوي، چې پر یاده ودانۍ ۴۸ میلیونه افغانۍ لګښت شوی او د جوړولو چارې يې د یو نیم کال په ترڅ کې بشپړې شوې دي.
پر همدې مهال د پکتیکا د کار او ټولنیزو چارو رییس وحیدالله صافي کلید ته وویل، د دغه ریاست لپاره د عصري ودانۍ شتون مهمه اړتیا وه.
صافی وايي، ودانۍ په درې پړونو کې په عصري ډول جوړه شوې او ټولیز لګښت يې ۱۸ میلیونه افغانۍ شوی دی.
یاده دي وي چې په پکتیکا کې د ډېری ریاستونو د ودانیو د نشتون تر څنګ په زیات شمېر کې ولسوالۍ خپلې ودانۍ نه لري او ډېری هغه يې په کرایه ودانیو او کورونو کې ورځنۍ چارې پر مخ وړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


