د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ پر ترکیې ټول هغه بندیزونه لېرې کړل، چې د اکتوبر پر ۱۴مه نېټه یې په سوریه کې د کرد وسله والو پر وړاندې د عملیاتو د پیلېدو له کبله لګولي وو.
متحده ایالاتونو تر هغه وروسته دا بندیزونه ولګول چې ترکیې د سولې چینې په نوم د سوریې په شمال کې د کرد وسله والو پر وړاندې پوځي عملیات پیل کړل.
ټرمپ ویلي، چې ترکیې په سیمه کې دایمي اوربند ته غاړه ایښې ده، نو له همدې کبله امریکا پر ترکیه خپل بندیزونه پای ته رسوي.
نوموړي ګواښ وکړه، که ترکیه بیاځلي داسې اقدام وکړي چې د امریکا په ګټه نه وي، نو پر بندیزونو به له سره غور وکړي.
ټرمپ همدا راز ټینګار کړی چې خپل ځواکونه به له سوریې وباسي، خو یو شمېر سرتېري به یې په هغو سیمو کې شتون ولري، چې هلته د تېلو څاګان دي او باید ساتنه یې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې ترکیې څه موده وړاندې د سوریې په شمال کې د کرد وسله والو پر وړاندې پوځي عملیات پیل کړل، خو امریکا له دغو عملیاتو سره سخت مخالفت وښود او د یاد هېواد پر درېیو وزیرانو او دوو وزارتونو یې سخت بندیزونه ولګول.


