د افغانستان د لويو ښارونو پر لويو لارو د مېشتو امنيتي پوستو پر بې کفايتۍ نېوکې کېږي او خلک وايي، چې د لويو لارو د امنيت په هدف جوړې شوې پوستې د خلکو امنيت ته پام نه کوي.
د کابل ـ شمال پر لويې ترانزيټي لارې مسافر وړونکي موټر چلوونکي وايي، د بغلان ولايت اړوند سېموکې تر ډېره امنيتي خونديتوب نه لري.
د دوی په وينا، د امنيتي پوستو په سل مترۍ کې غلاوې کېږي او مسافرين لوټل کېږي؛ خو ځايي پوليس چې د لويو لارو د امنيت د خوندېتوب مسووليت يې پر غاړې دی، د خلکو د ژغورلو لپاره کومه هڅه نه کوي.
مسافر وړونکي موټروانان په دې باور دي، چې پر لويو لارو د مېشتو پوستو قومندانان له غلو سره لاس لري.
موټر چلوونکي د پوښتنې په ډول وايي، د امنيتي پوستې په سل مترۍ کې څنګه وسله والې غلاوې ترسره کېدلی شي…..؟
د کندزـ کابل د لويې لارې يو موټر چلونکی محمد اصف، چې پر دغه لاره د غلو په منګولوکې را ګير شوی، خپله کیسه داسې کوي.
د افغانستان د لويو ښارونو په لويو ترانزيتي لاروکې يوازې غلاوې او امنيتي ستونزې نه دي، چې خلک ورڅخه سر ټکوي، بلکه پر دغو ترانزيټي لاروکې موټر چلوونکي له بډې ورکولو او غير قانوني اخېستنې هم پوزې ته راغلي دي.
د کورنيو چارو وزارت بيا وايي، چې د کابل ـ شمال پر لويو لارو د شته امنيتي ستونزو او غير قانوني اخېستنې په اړه څېړنې کوي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي، کليد ته وويل، دغه شکايتونه دوی ته هم رسېدلي دي؛ خو دوی يې په اړه استخباراتي څېړنې کوي.
د کورنيو چارو وزارت وياند ډاډ څرګندکړ، چې د قانون په رڼا کې به د پولېسو دغو بې کفايتۍ ته سخت ځواب ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کابل – شمال لويه لاره هغه ټرانزیټي لاره ده چې نه یوازې کابل، بلکې د افغانستان ګوټ ګوټ ته له دغې لارې ټرانزیټ کېږي، سوداګر او عام خلک پرې تګ راتګ کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


