ads

د ناټو دفاع وزیران سبا د افغانستان پر امنیتي حالت خبرې کوي

ټاکل شوې چې سبا په بروکسیل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان پر امنیتي حالت او له افغان ځواکونو سره د دغه سازمان پر شوو ژمنو خبرې وشي. د افغانستان د دفاع وزیر اسد الله خالد، د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر او په افغانستان کې د ناټو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
1 لړم 1398
د ناټو دفاع وزیران سبا د افغانستان پر امنیتي حالت خبرې کوي
د ناټو سازمان غونډه

ټاکل شوې چې سبا په بروکسیل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان پر امنیتي حالت او له افغان ځواکونو سره د دغه سازمان پر شوو ژمنو خبرې وشي.
د افغانستان د دفاع وزیر اسد الله خالد، د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر او په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي هم په یاده ناسته کې ګډون کوي.
ناټو سازمان تېر میلادي کال د دغې غونډې په ترڅ کې تر ۲۰۲۴ میلادي کاله د افغان ځواکونو د تمویل او تجهیز ژمنه وکړه.
د ناټو سازمان مسولینو رسنیو ته ویلي، چې دوی به د افغان ځواکونو د تمویل په برخه کې خپلې ژمنې تازه کړي، ترڅو دغه ځواکونه پیاوړي شي او له تروریزم سره د مبارزې او د سولې د ټینګښت په برخه کې ګټور تمام شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ځواکونه له کاله پنځه میلیارده ډالرو لګښت ته اړتیا لري، چې امریکا، د ناټو غړي هېوادونه او نور شریکان یې ورکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA